ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،د طالبانو د ونیدوي مرستیال احمد الله وثیق په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدا په باب د ګاونډیو هیوادونو دخارجه وزیرانو د غوښتنې په غبرګون کې ووئيل ،اوسنۍ کابینه پراخ بنسټه ده او په دغې کابینې کې هم دبدلون احتمال شته دی . هغه په عین حال کې ووئيل مونږ ددغې ناستې ملاتړ کوو ،لکه څنګه تمه کیده هماغه وشول اودا غونډه مثبته او د افغانستان په ګټه وه.
که څه هم د تهران د ناستې په اعلامیې کې دافغانستان دبلوکه شووپيیسو د آزادولو په باب څه نه دي وئيل شوي ،خود ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وئيلي دي،ددغې غونډې ګډون کونکو دتړل شووپیسو په آزادولو هم ټينګار کړی دی .
د تهران په غونډې کښې شپږ (۶) ګډون کونکو هیوادونو د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ډلوټپلو ترمینځ د اختلافاتو د حل کولو غوښتنه کړې او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د نړیوالو ټولنو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او اجازه ورنکړي ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان له خاورې ګواښ وشي .
د افغانستان ګاونډیو هیوادونو دغه راز له نړیوالو موسسو او نړیوالې ټولنې وغوښتل له افغانستان سره په مرسته کولو سره د دغه هیواد د اقتصادي حالاتو د خرابیدا او ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدا مخه ونیسي .